په هرات کې د ایران کنسولګري ویلي چې له لنډمهالي ځنډ وروسته یې بېرته په افغانستان کې د ایران د سیاحتي وېزو بهیر له سره پیل کړی دی. د یاد سفارت په خبره، له تېرې ورځې راهیسي یې د سیاحتي وېزو بهیر بېرته عادي کړی دی او له دې وروسته خلک کولی شي دغې کنسولګري ته د سیاحتي وېزو لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي. ایران د ۱۴۰۰ لمریز کال د روانې میاشتې په پیل کې د کرونا ویروس د نوې بڼې (اومیکرون) پراختیا مخنیوي لپاره دغه بهیر ځنډولی و. ایران د دغه بهیر د بیا پیل خبر پر داسې مهال ورکوي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي تهران ته سفر کړی دی او په یاد هېواد کې یې له ایراني چارواکو سره د نورو موضوعاتو سربېره د کډوالو د ستونزو پر اواري هم خبرې کړې دي.
































