د افغانستان ا.ا د کابینې غونډه کې پرېکړه شوې ده چې له دې وروسته هېواد ته د بې کیفیته توکو پر واردېدو بندیز لګېدلی دی او هیڅوک نه شي کولی بې کیفیته توکي هېواد ته را وارد کړي. د ا.ا د کابینې له غونډې څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د وزیرانو شورا افغانستان ته د تېلو، ګازو او کود په شمول په هر ډول بې کیفیته توکو بندیز لګولی دی او له سرغړونکو سره یې د جدي چلند خبرداری ورکړی دی. په غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې ده چې له دې وروسته به مالي کال د جدي میاشتې پر ځای د وري له لومړۍ نیټې څخه پیلېږي. ا.ا پر داسې مهال افغانستان ته د بې کیفیته توکو پر واردولو بندیز لګوي چې له مودو راهیسې هېواد ته تر درملو پورې داسې توکې را واردېږي چې هدف یې یوازې تجارت او پیسې وي نه د خپلو خلکو خدمت او سکون.
































