امریکا کې د کرونا د نوې بڼې (اومیکرون) تر یو میلیون ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې په امریکا کې نن ورځ د لومړي ځل لپاره د اومیکرون ۱.۳۵ میلیون مثبتې پېښې ثبت شوې دي. راپور کاږي، دا په یوه ورځ کې نه یوازې په امریکا، بلکې ټوله نړۍ کې پر دغه ویروس د اخته کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی چې ثبتېږي. تر دې وړاندې په یوه ورځ کې تر ټولو لوړ ثبت شوی شمېر ۱.۰۳ میلیون و چې هغه هم په روانه میاشت کې په امریکا کې ثبت شوی دی. امریکایي روغتیایي چارواکو ویلي چې که چېرته حکومت د دغه ویروس د لا پراختیا مخنیوي لپاره جدي هلې ځلې ونه کړي نو لرې نه ده چې امریکا له یو بل بېساري انساني ناورین سره مخ شي.
































