د افغانستان ا.ا د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب د تېر نظام له تښتېدلو پيلوټانو او نظامیانو څخه غوښتي چې بېرته خپل هېواد ته راوګرځي. نوموړي د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې یوې غونډې ته په خبرو کې د تېر حکومت نظامیانو ته په خطاب کې ویلي، چې بېرته هېواد ته راوګرځي، دوی به یې تر تېر نظام ډېر عزت، قدر او درناوی وکړي. نوموړي زیاته کړې ده چې په بهرنیو هېوادونو کې افغان افسرانو او پيلوټانو هیڅ درناوی نه کېږي او په خبره یې پخواني نظامیان د افغانستان سرمایه ده او د دې سرمایې په قدر ا.ا ښه پوهېږي. د دفاع وزارت دې ځوان سرپرست دغه راز څرګنده کړې ده چې د افغانستان د سل زره کسیز پوځي ځواک جوړېدو چارې په بشپړېدو دي. د یادونې ده چې ا.ا د خپلو پوځیانو لپاره د لنډمهالې روزنې بهیر پیل کړی دی او په لنډه موده کې یې ډېر روزل شوي سرتېري فارغ کړي دي.































