امریکا نن له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیون ډالر مرستې اعلان کړی دی. د انبيسي د راپور له مخې، امریکا په افغانستان کې د بشري وضعیت ښه والي او دغه راز د دغه هېواد د اقتصاد سقوط مخنیوي په موخه نن له افغانستان سره ۳۰۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده. راپور کاږي چې واشنګټن دغه راز له افغانانو سره د یو میلیون ډوزه کرونا ضد واکسین مرستې ژمنه هم کړې ده چې ډېر ژر به افغانستان ته واستول شي. د یادونې ده چې مخکې تر دې د امریکا د سولې انسټیټوټ ویلي وو چې یوازې بشري مرستې نه شي کولی دغه هېواد له اقتصادي بحرانه وباسي بلکې امریکا باید په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان څه کم لس میلیارده ډالر مالي پانګه هر څه ژر ازاده او بېرته د دغه هېواد بانکونو ته ولېږدوي.
































