د افغانستان نوی حکومت ډیورنډ فرضي کرښه نه مني. ډيپلوماټ ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلي دي، د افغانستان د تېرو حکومتونو په څېر ددغه هېواد نوی حکومت هم د ډيورنډ فرضي کرښې له منلو ډډه کوي چې دا مسئله به د پاکستان اندېښنې لا پسې ډېرې کړي.
سرچینه کاږي د فرضي کرښې دواړو لورو ته پراته قومونه به هم د دغه داعیې په ملاتړ را پاڅې او تر څنګ یې پاکستاني طالبان چې له افغان لوري سره خواخوږي لري کولی شي پاکستان ته په ستر درد سر بدل شي.
ديپلومات نشریه وایي افغان لوري په وروستي اقدام کې د پاکستان اغزن سیم ټول کړی او په دوو بېلو برخو کې تاوتریخوالی هم رامنځ ته شوی دی. دا تحلیلونه داسې مهال کېږي چې د افغانستان نوي حکومت د هېواد له خاورې د ساتنې ژمنه کړې ده او زیاتوي هېچا ته حق نه ورکوي چې پر افغانانو خپلې پرېکړې تحمیل کړي او یا د ولسونو غوښتنې پر خلاف ګام اوچت کړي.
































