پاکستان ادعا کوي چې د افغان جګړې له امله میلیاردونه ډالر زیان ورته اوښتی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د هسپانیې د پارلمان له غړو سره په یوه لیدنه کې ادعا کړې چې د افغان جګړې له امله پاکستان شاتګ کړی دی او میلیاردونه ډالر زیان ور اوښتی دی.
د قریشي په وینا په پاکستان کې په دې موده کې شاوخوا ۸۰ زره پاکستاني وګړي د افغان جګړې له امله وژل شوي او دغه هېواد ته د ۱۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت مالي زیانونه هم اوښتي دي.
قریشي وايي د افغان جګړې له امله پاکستان ته سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتي، خو لا هم هڅه کوي د افغانستان په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې شي او دلته دایمي ثبات رامنځ ته شي.
پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغانان پاکستان په سیمه او افغانستان کې د جګړو د دوام ملاتړی بولي او په خبره یې ددغه هېواد د ورانکاره پالیسیو له امله افغان لوري ته میلیاردونه ډالره زیان اوښتی دی.
































