ښايي په راتلونکو دوو میاشتو کې د اروپا نیمایي وګړي د کرونا په اومیکرون بڼه اخته شي. د روغتیا نړیوالې ادارې د اروپايي برخې مسوولینو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په اروپا کې د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده او ښایي د کب میاشتې تر پایه د اروپايي هېوادونو نیمایي نفوس د کرونا په دې بڼه اخته شي.
دغه اداره وایي چې لا هم د کرونا د اومیکرون بڼې پراختیا چټکه ده، خو خطرونه یې دومره ډېر نه دي. دوی بیا هم پر خلکو او حکومتونو غږ کوي چې د کرونا د پراختیا مخنیوی وکړي او ددغه ویروس د کنټرول لپاره دې هڅې پراخې کړي.
































