د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان سولې پروسې له هندي چارواکو سره خبرې کړې دي. سرچینې زیاته کړې چې نوموړي د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر او د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال په مشرۍ له دغه پلاوي سره لیدلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، زلمي خلیلزاد هندي چارواکو ته د افغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو معلومات ورکړل. خلیلزاد په دې لیدنه کې د افغانستان، سوله، امنیت، بیارغونه او پرمختګونو کې د هندوستان د رول ستاینه کړې ده. د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار یو ځل بیا د افغانستان سوله، ثبات او پرمختګ کې د خپل اړخه دهر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی،هندي چارواکو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي انديښنه څرګنده کړه او پر بیړني اوربند یې ټینګار کړی دی.
































