امریکا د شمالي کوریا د توغندیو پر ازمویښتونو غبرګون ښوودلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي شمالي کوریا تر غږ چټک توغندی ازمویلی دی چې په سیمه کې د امریکا او متحدینو ګټو ته خطر جوړولی شي.
سرچینه وایي د شمالي کوریا دغه کار غندي او دا په دې مانا ده چې یاد هېواد د خپلو تسلیحاتي پروګرامونو د پراختیا په لټه کې دی. دا چې امریکا به د شمالي کوریا پر وړاندې کوم اقدام وکړي کنه په اړه یې څه نه دي ویلي.
شمالي کوریا په تازه اقدام کې تر غږ لس برابره چټک بالستیک توغندی ازمویلی دی او شاوخوا هېوادونو یې هم ددغه توغندي ازمویل کېدل تایید کړي دي.
































