د افغانستان ا.ا د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي ویلي چې ژر به دولتي پوهنتونونه په فعالیت پیل وکړي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې اوسمهال په هېواد کې ۴۰ دولتي او ۱۵۰ خصوصي پوهنتونونه فعالیت لري. د حقاني په وینا، خصوصي پوهنتونونو د روان لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۵مه خپل فعالیت پیل کړی دی او درسونه یې دوام لري خو ټینګار کوي چې دولتي پوهنتونونه به هم ژر په فعالیت پیل وکړي. نوموړي د دولتي پوهنتونونو د بند پاتې کېدو اصلي دلیل اقتصادي ستونزې بللې دي خو په وینا یې یادې ستونزې به ژر تر ژره حل شي. د یادونې ده چې وړاندې تر دې نوموړي د پوهنتونو د بند پاتې کېدو دلیل په ټولګیو کې د نجونو او هلکانو ګډ کېناستل او دغه راز د نوي نصاب جوړېدل بللي وو.
































