د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان څرګنده کړې، سره له دې چې یو شمېر هېوادونو ته یې خپل صادرات ډېر کړي دي خو بیا هم اقتصادي پراختیا کې کوم بدلون نه ترسترګو کېږي نو مجبور یو وار بیا له ای ایم ایف څخه پور واخلي. د اقتصادي چارو پاکستاني کارپوهانو پر عمران خان توندې نیوکې کړې دي او د نوموړي عمل یې د هغه له هغو انتخاباتي شعارونو سره په ټکر کې بللی دی ویل یې کچکول ماتوي او پورونه به نه اخلي. دوی وایي چې عمران خان په دې توګه غواړي پاکستان او پاکستانیان غرق کړي، ځکه د دوی په باور څومره چې بهرني پورونه ډېرېږي په هماغه کچه په کور دننه د توکو بیې لوړېږي. دوی ټینګار کړی دی چې عمران خان باید پياوړې اقتصادي پالیسي جوړه کړي نه دا چې کچکول راواخلي او خیراتونه ټول کړي.
































