د سپینې ماڼۍ چارواکي په اونۍ کې د یو ځل پر ځای هره ورځ د کرونا ویرس لپاره معاینه کوي. د ورځینۍ معاینې دغه بهیر وروسته له هغه پیل شو کله چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یو نږدې کس چې هغه ته خواړه برابروي ناروغ شو او د کرونا ټېسټ یې مثبت وو. د ولسمشر مرستیال مایک پېنس هم ویلي، چې دی او ولسمشر ټرمپ به تر دې وروسته هره ورځ د کرونا لپاره کتل کېږي. په کرونا وبا ولسمشر ته د نږدې اخته شوي کس نوم نه دی ښودل شوی خو د راپورونو له مخې د امریکا د سمندري ځواکونو څخه دی چې د ولسمشر خدمت کوي.
































