پر بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده. یاد سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې واک ته د افغانستان ا.ا له رسېدو سره سم په دغه هېواد کې بشري وضعیت نور هم خراب شوی دی او د انساني فاجعې اندېښنې هم مخ په پراختیا دي. په یاد راپور کې راغلي چې نړیواله ټولنه باید پر ا.ا فشار راوړي چې د بشري حقونو نقض ته د پای ټکی کېږدي. د افغانستان ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې ورته راپورونه د ځان ضد تبلیغات بللي دي او ټینګار یې کړی دی چې د دوی په راتګ سره هر څه سم لوري ته روان دي او ډاډ یې ورکړی دی چې لکه څنګه چې په اسلام کې د هر چا حقونه مالوم دي نو د دوی تر واک لاندې به د هر چا حقونه څرګند او خوندي وي.
































