پاکستاني چارواکي وايي، دوه سرتېري د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې په یوه راکټي برید کې وژل شوي دي. امنیتي چارواکو ویلي، نامعلومو برید کوونکو پرون میرعلي سیمې ته نږدې پر یوه امنیتي پوسته دوه توغندي وویشتل. د دې برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی. د پاکستاني چارواکو په وینا په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه، په وروستیو څو اوونیو کې زیات شوي دي.
































