نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د افغانستان ا.ا په دولتي ادارو کې د فني او مسلکي کادرونو له کمښت سره مخ دی او دوی اوس د دغو پوسټونو د ډکولو لپاره هغو افغان کډوالو ته پام اړولی دی چې په پاکستان کې یې زده کړې کړي دي. راپور کې وړاندې راغلي چې پر افغانستان د واکمن ا.ا ډېری چارواکي مسلکي نه دي او کاري تجربه یې یوازې جګړه ده. د راپور له مخې، د طالبانو ډېری اوسني چارواکي ملایان دي او هغوی هیڅ ډول مسلکي زده کړې نه لري. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ټول طالب چارواکي په هره غونډه کې ټینګار کوي چې دوی مسلکي کادرونو ته اړتیا لري او حتی له هغو کسانو هم بېرته هېواد ته د راتګ غوښتنه کوي چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم له هېواده وتلي دي.
































