د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د بشر د حقونو د څار سازمان اندېښنه بې ځایه بللې ده. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د یاد سازمان د راپور برعکس کله چې د افغانستان ا.ا واک ته رسېدلی دی په دغه هېواد کې د خلکو ټول حقونه خوندي شوي دي. هغه څرګنده کړې ده چې دا ډول راپورونه د هغو ناسمو معلوماتو پر اساس خپرېږي چې ځینې دښمنې کړۍ یې د پروپاګند په ډول خپروي. د یادونې ده چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی دی او زیاته کړې یې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم د ښځو حقونو ته هیڅ ډول درناوی نه کېږي.
































