د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش د هغو اصولو او مقرراتو د تعلیق او ځنډولو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د پیسو د کارولو مخه نیسي. ګوترېش پرون په نیویارک کې په دې اړه خبریالانو ته ویلي، چې نړیوال تمویل ته باید اجازه ورکړل شي چې د عامه برخې د کارکوونکو معاشونه ورکړي او د افغان بنسټونو سره مرسته وکړي چې روغتیايي، تعلیمي او نور حیاتي خدمتونه وړاندې کړي. رویټرز خبري اژانس د ګوترېش له خولې لیکلي دي، چې د افغانستان د مرکزي بانک فعالیت باید وساتل شي او د افغانستان د بهرنیو زیرمه شویو اسعارو مشروط پرېښودو لپاره دې یوه لاره په ګوته شي. ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې د افغانستان د اقتصادي او بشري سقوط د مخنیوي لپاره باید له هغه هېواد سره مرسته وشي. څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د ۴.۴ میلیارد ډالرو مرسته وغوښته. دا مهال له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې د نړیوالو سازمانونو له لوري په اړمنو افغانانو وېشل کیږي.
































