د قطر د شاهي کورنۍ غړی شیخ عبدالله بن محمد آل ثاني، د افغان حکومت له رییس الوزرا محمد حسن آخوند سره په کتنه کې، د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د خیریه بنسټ د جوړولو خبر ورکړی دی. رییس الوزرا په دغه کتنه کې ویلي چې افغان حکومت غواړي له قطر سره ښې اړیکې ولري. هغه اسلام د دواړه اړخیزو همکاریو د پراختیا بستر بللی او ټینګار یې کړی چې دا دوه وروڼه او مسلمان هېوادونه د غوره اړیکو پراختیا ته ژمن دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د آل ثاني له قوله ویلي چې هغه په دې ستونزمن وضعیت کې د افغانانو ترڅنګ درېږي او له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. قطر له هغو هېوادونو څخه دی چې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري او د مخکیني حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو د ناستو کوربه و.
































