امریکا د شمالي کوریا له بالستیک توغندويي پروګرامه د ملاتړ له امله پر اتو کسانو او د شمالي کوریا او روسيې پر بنسټونو بندیز لګولی دی. دغه اقدام تېره اوونۍ د دغه هېواد له خوا له نوي توغندويي آزموینې وروسته شوی دی. د امریکا د ترهګرۍ او مالي اطلاعاتو په چارو کې د مالیې وزارت مرستیال برایان نلسون، ویلي چې دا اقدامات، د ډله ییزې وژنې د بالستیک او توغوندويي پروګرامونو د مقابلې لپاره د امریکا د پرلپسې هڅو یوه برخه ده. نوموړي زیاته کړه چې د شمالي کوریا وروستۍ توغندويي ازموینه بله بېلګه ده چې د دې ښودنه کوي، چې د ديپلوماسۍ او اټومي بې وسلې کولو لپاره د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سره، دغه هېواد د منعه شویو پروګرامونو پرمخ بیولو ته دوام ورکوي. امریکا داسې مهال دغه اقدام کوي چې وروستیو اونیو کې شمالي کوریا خطرناک ازمويښتونه په بریالۍ توګه ترسره کړي دي. دې مسئلې د امریکا او ملګرو هېوادونو غوسه پارولې ده.
































