په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د اسلامي امارت له لوري معرفي شوي استازي سهیل شاهین د افغانستان د کنګل شويو شتمنیو د ازادولو او د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو د لیږلو په باب د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوترېش له څرګندونو هرکلی کړی دی. شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکي، د ګوترېش د هغو څرګندونو چې افغانستان ته باید د نړیوالو مالي مرستې پرېښودل شي څو د ملکي ادارو د مامورینو معاشونه اجرا شي او دولتي ادارې د روغتیا او تعلیم په څېر ضروري خدمات وړاندې کړای شي هرکلی کوي. د ملکرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترېش پرون په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې د ځینو شرایطو له مخې د شااوخوا ۹،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د کنګل شویو اسعارو او شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه. د ملګروملتونو سرمنشي وویل چې باید د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیول شي او د دې کار لپاره باید د دې هېواد اقتصاد ته سمدستي نورې پیسې پیچکاري شي.
































