بلخ کې د قرنطین په اوږدېدو سره په دغه ولایت کې نږدې ۴۰۰ کارخونو خپل کار درولی. دغه راز له حیرتان او اقینې بندرونو هم د سوداګریزو توکو واردات نږدې ۵۰ سلنه کم شوي دي. په ورته مهال د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر ارش یونسي وايي په دغه ولایت کې نږدې۴۰۰ کارخونو کار درولی او په ټول کې په مزار ښار کې ۸۰ سلنه کاروبار هم بند شوی. بلخ کې یو شمېر هټیوال بیا وايي د مارکېټونو تړل کېدل د یو شمېر پولیسو لپاره د دې زمینه برابره کړې چې د دوکانونو د پرانیستو په خاطر له دوی پیسې واخلي. د بلخ امنیه قومنداني دغو تورونو ته د رسېدو لپاره د پنځو حوزو امرینو ته خبرداری ور کړی.
































