د افغانستان بانک خبر ورکوي چې راتلونکې شنبه به په افغانستان کې د بانکونو خپل سري یا د پیسو ورکړې اتومات ماشینونه بیرته فعال شي. ددغه بانک ویاند صابر مومند ویلي چې د سوداګریزو بانکونو ته یې متحدالمال مکتوب صادر کړی دی چې پر بنسټ به یې سوداګریز بانکونه په ځانګړو ځایونو کې د صرافۍ خپل کاره ماشینونه (ATM) څخه پيرودونکو ته د ګټې اخیستنې زمینه برابروي. هغه زیاتوي، افغانستان بانک تل هڅه کړې چې د عصري بانکي استانتیاوو په برابرېدو کې خپل فعالیتونه لا ګړندي کړي، څو په دې سره هېوادوالو ته د پیسو په اخیستلو کې ښې اسانتیاوې رامنځته شي. د نوموړي په خبره، د افغانستان بانک په هېواد کې د بانکي سیسټم د حالت ښه کېدو لپاره جدي هڅې کوي.
































