په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان ته د پیسو استول جاري وساتي. مري اېلین مک ګرووارټي پرون په بروکسل کې له اسوشیتېدپرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی. مک ګرووارټي یوځل بیا خپله هغه وینا تکرار کړې چې په روانه اوونۍ کې یې پر ټویټر لیکلې وه چې افغانستان د خوړو د پلور او پېر په بازار کې د اړتیا وړ پیسو د نشتوالي له کبله د لوږې له څونامي سره مخامخ دی. هغې پر نړیوالو غږ وکړ چې د طا لبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستو د یقیني کولو له لارې د یوه بشري ناورین مخه ونیسي خو هغې ټینګار وکړ چې دا پیسې د طالبانو لاس ته له لوېدو پرته له نورو لارو واستوي. د ملګروملتونو د دې مرستندویې ټولنې د ارقامو له مخې د افغانستان ۲۲،۸ ملیونه افغان وګړي د خوړو له جدي کمښت سره او له دې ډلې ۸،۷ میلیون خلک له قحطۍ سره مخامخ دي.
































