امریکا پر ملګرو ملتونو او نړیوال سره صلیب غږ کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له مشر او دغه راز د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.
بلینکن وايي په دې خبرو کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر دوام او د هڅو پر همغږي کولو ټینګار شوی دی. هغه زیاته کړې چې امریکا د افغانستان د خلکو ساتنې او له دوی سره بشردوستانه مرستو ته ژمنه ده او خپلو هڅو ته به ادامه ورکوي.
بلینکن تېره ورځ هم په یوه مرکه کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی و.
































