امریکا یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی چې د مذاکراتو لپاره څو اونۍ پاتې فرصت دې نه ضایع کوي. د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه مرکه کې ویلي ایران یوازې څو ورځې وخت لري چې د اټومي تړون پر سر هوکړې ته ورسېږي، چې که دا موده پوره شي بیا هېڅ ډول مذاکرات او خبرې ګټه نه لري. د بلینکن په وینا امریکا او ملګري یې ګڼ هغه انتخابونه په واک کې لري چې د مذاکراتو له ماتې وروسته یې کارولی شي. امریکا تر دې دمه د نورو انتخابونو په اړه څه نه دي ویلي، خو ددغه هېواد پوځي چارواکي وایي چې د ایران شاوخوا یې حضور پراخ دی او د یوې وړې تېروتنې په صورت کې به ایران له خورا بدو پایلو سره مخ شي.
































