د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا ۲۱۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷۷۸ تنو ته ورسېد. د روغتیا وزارت معین وحید الله مجروح په خبره له تازه مثبتو پېښو یې ۵۵ په هرات،۵۰ په کابل، ۳۱ په بلخ او پاتې نور یې په بېلابېلو ولایتونو کې ثبت شوي دي. روغتیایي مسولین له هېوادوالو غواړي چې د روغتیا وزارت ټولې لارښوونې په جدي توګه عملي کړي او په دې برخه کې بې غوري ونه وکړي.
































