د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د امنیتي ضمانتونو په برخه کې د امریکا او ناټو پر وړاندې د مسکو حوصله نوره نو په ختمېدو ده. سرګي لاوروف پرون د بهرنۍ پالیسۍ په اړه کلني خبري کنفرانس ته وویل چې مسکو د امنیتي ضمانتونو لپاره د غوښتلو په برخه کې له لویدیځ څخه د یوې اوونۍ په ترڅ کې لیکلی ځواب غواړي. په داسې حال کې چې روسیې د اوکراین په سرحد کې لسګونه زره سرتېري ځای پرځای کړي، لاوروف پر واشنګټن تور ولګاوه چې په دې برخه کې په پرمختګ کې پاتې راغلی دی. واشنګټن او متحدانو یې د امنیتي ضمانتونو په اړه د روسیې دا غوښتنه چې ناټو دې د ختیځ پر لور نور پرمختګ نه کوي، په قاطعیت سره رد کړې ده او د اوکراین په سرحد کې د پوځي حضور د پیاوړي کولو په برخه کې یې روسیې ته خبرداری ورکړی. ډپلوماټان د لویدیځ او روسیې د جګ پوړو پلاوو ترمنځ د یوې اوونۍ مذاکراتو د نتیجو په اړه وېروونکې ارزونه وړاندې کوي.
































