وروسته تر هغه چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې غواړي افغانستان ته بشري ځواک ولېږي، د ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو د نوموړي دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغانان د سیمې په کچه بشري قوه لري او د بل هېواد ځانګړې توګه د ترهګر پاکستان نه یوازې بشری قوې بلکې هیڅ راز مرستې ته اړتیا نه لري. دوی عمران خان ته په خطاب کې ویلي، هغه قوه چې افغانستان ته یې رالېږې خپله ترې استفاده وکړه څو پردیو ته له کچکول نیولو او پور اخیستلو راوګرځې. افغان حکومت که څه هم تازه د عمران خان څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې د حکومت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې ویلي وو چې افغانان تر هیچا هم کم نه دي او په هره برخه کې پوره ظرفیت لري نو د هیچا کاري ځواک ته اړتیا نه لري.
































