د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه شمالي وزیرستان کې د پوځ پر پوسته برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یاد برید د پخلي ترڅنګ ویلي چې دا پېښه د شمالي وزیرستان د بنو په جاني خېلو سیمه کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې دوه پوځیان وېل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. پوځ ویلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. پوځ دغه راز له ډېرو جزیاتو پرته ویلي چې تر برید وروسته یې د وسله والو یوه ځاله هم په نښه کړې ده. د برید پړه تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































