ورلډ مترز ډاټ اینفو راپور ورکړی دی چې په امریکا کې په تېرو ۸۴ ساعتونو کې پر کرونا اخته لږ تر لږه پنځه زره کسان مړه شوي دي. راپور کاږي، سره له دې چې په امریکا کې اکثره خلکو د کرونا ضد واکسین هم اخیستي دي خو بیا هم په دغه هېواد کې د کرونا ویروس پر نوې بڼه د اخته کېدونکو کسانو شمېر خپل اوج ته رسېدلې دی او په تېرو یوازې دوو ورځو کې یې لږ تر لږه پنځه زره کسان مړه کړي دي. راپور کې د امریکا د روغتیایي چارواکو له قوله راغلي چې که چېرته د امریکا دولت د دغه ویروس د مخنیوي په موخه بېړني اقدامات ونه کړي نو ښایي دغه هېواد له تر ټولو بې ساري انساني ناورین سره مخ شي.
































