روسي رسنیو د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له قوله راپور ورکړی دی چې روسیه او چین د افغانستان په اړه ګډ نظر لري. لاوروف زیاته کړې ده چې مسکو او پکن د افغانستان ستونزو ته رسېدګي خپل لومړیتوب بولي او دواړه هېوادونه به د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې یو له بل سره له نږدې کار وکړي او د مرکزي اسیا ځانګړې توګه د افغانستان ستونزو ته به جدي پاملرنه وکړي. هغه ټینګار کړی دی چې مسکو په افغانستان کې وضعیت تر ژور څار لاندې لري او هڅه کوي چې په دغه هېواد کې وضعیت سم لوري ته سوق کړي څو نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه په ارام شي.
































