د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، چې د روژې د مبارکې مياشتې په لومړيو لسو ورځو کې تاوتريخوالي او وسله وال بريدونه د افغانستان د خلکو د تمې خلاف نه دي کم شوي او د پخوا په څېر ادامه لري. د یاد کمېسیون له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې بريدونو کې د ښکېلو غاړو پر نظامي مرګ ژوبلې سربېره د بشر دوستانه بين المللي حقونو بنسټي اصول او قواعد په پرله پسې توګه نقض شوي او ډېر شمېر داسې بې ګناه ملکي وګړي قرباني او تلف شوي، چې په شخړه او د شخړې په دوام کې يې هېڅ نقش نه درلود. په خبرپاڼه کې راغلي چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو لسو کې ۱۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۴۳ تنه وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان دي. سرچینې زیاته کړې چې په یاده مرګ ژوبله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
































