د جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې شمالي کوریا د امریکا د بندیزونو د غندني په توګه پرون یو بل توغندی ازمویلی دی. د جنوبي کوریا ستر درستیز د شمالي کوریا له لوري د یو نوي توغندي توغول تایید کړي دي او زیاته کړې یې ده چې دا په یوه میاشت کې د شمالي کوریا د توغندي ازمویلو دویمه تجربه ده. په همدې حال کې د جاپان ساحلي ګارد هم تایید کړې ده چې شمالي کوریا توغندی ازمویلی دی خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. د یادونې ده چې د شمالي کوریا د وروستۍ توغندویي ازموینې وروسته امریکا پر یاد هېواد تازه بندیزونه ولګول خو شمالي کوریا یې غبرګون کې بل توغندی وازمایه.
































