امریکا وايي روسیه پر اوکراین برید ته پلمې لټوي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي روسیې لا هم د اوکراین له شاوخوا خپل زرګونه سرتېري نه دي پر شا کړي او پر اوکراین د بريد په لټه کې دي.
د امریکايي چارواکو په خبره ښایي روسیه په سیمه کې په نږدې ورځو کې عملیات پيل کړي او دوی به ټینګار کوي چې یوازې چاڼيز عملیات کوي خو په همدې پلمه غواړي اوکراین ته د ننه شي.
امریکا خبرداری ورکړی چې که روسیه په دغه ډول یوه اقدام لاس پورې کوي نو د ناټو د غړو هېوادونو له سخت او بې مخینې غبرګون سره به مخ شي. خو روسیه وایي دوی پر اوکراین د هېڅ ډول برید پلان نه لري.
































