په پاکستان کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۵۸۳۷ تنو ته ورسېد. د پاکستان روغتيايي مسوولین وايي یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۵۷۴ مثبتې پېښې ثبت کړې دي. په سیمه کې له ایران وروسته پاکستان دویم هېواد دی چې د کرونا ډېرې پېښې لري. پاکستان کې چې ۲۲۰ میلیونه نفوس لري، کرونا وبا تر اوسه ۵۹۴ کسان مړه کړي دي. د دغو پېښو له زیاتېدو سره سره صدراعظم عمران خان ویلي، سر له سبا به لګول شوي بندیزونه نرم کړي، ځکه داسې وېره شته چې د پاکستان اقتصاد به له زیان سره مخامخ شي.
































