نوی حکومت وایي راتلونکی کال به ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي. د افغانستان د نوي حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشټېډ پرېس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې دوی د ښوونځیو د پرانیستل کېدو پلان لري او په خبره یې ټاکل شوې چې راتلونکی لمریز کال د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي.
دده په خبره دمګړی په ډېری ولایتونو کې د ابتدایه ښوونځیو او په ځينو کې د لیسې دورې ښوونځیو دروازې د ښځینه زده کوونکو پر مخ پرانیستې دي. هغه ویلي هڅه کېږي چې د شته ستونزو تر حل وروسته ډېر ژر ښوونځي په بشپړه توګه پرانیستل شي او نجونې وکړی شي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
د نوي حکومت له راتګ سره سم چارواکي د ښوونځیو او پوهنتونو د ژر پرانیستل کېدو خبره کوي خو تر دې دمه په عملي توګه د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو فعالیتونه نه دي پيل شوي.
































