افغان حکومت د عمران خان پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښوودلی دی. د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بهرنیو رسنیو ته ویلي چې افغانستان په کافي اندازه کاري ځواک او مسلکي کادرونه لري او په دې برخه کې د پاکستان مرستې ته اړتیا نه لري. د مجاهد په وینا د پاکستان له دې وړاندیز مننه کوي، خو افغانستان له دې اړخه پر ځان بسیا دی.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې ځينې ستونزې شته دي، خو دا په دې مانا نه ده چې دلته کاري ځواک نشته دی. هغه زیاته کړې چې د نړۍ نورو هېوادونو هم ورته وړاندیزونه لرلي دي خو افغان حکومت له دې اړخه پر ځان بسیا دی.
تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو، چې افغانستان د کاري ځواک له کمښت سره مخ دی نو دوی به دغه هېواد ته مسلکي کسان لېږي چې د هغه څرګندونې د افغانان له سخت او توند غبرګون سره مخ شوې.
































