د مرکزي اسیا ځينې هېوادونه د افغانستان له پولې سره چاڼیز عملیات پیلوي. د ټولییز امنیت سازمان چې د روسیې په ګډون د مرکزي اسیا هېوادونه یې غړي دي وايي د افغانستان له پولې سره د ګډو چاڼیزو عملیاتو پلان لري.
ددغه سازمان د چارواکو په خبره دوی په سیمه کې د ترهګرو ډلو او همدا راز د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو په اړه اندېښنه لري نو اړ دي چې د له منځه وړلو لپاره یې عملیات پيل کړي.
د مرکزي اسیا هېوادونه په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ وروسته امنیتي اندېښنې لري، خو افغان لوري ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې به هېڅ هېواد ته هم ګواښ جوړ نه شي او نه هم چا ته د ورانکاره فعالیتونو اجاز ورکوي.
































