ترکمنستاني او افغان لوري په عشق اباد کې پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي په پلازمینه عشق اباد کې د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال رشید مرادوف، بهرنیو چارو وزیر او نورو ترکمنستاني چارواکو سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې د پيل، د رېل پټلۍ د کار د دوام او تحصیلي اړیکو په اړه بحثونه شوي دي.
ترکمنستان ویلي چې په دغه هېواد کې افغان محصلینو ته ځانګړې پاملرنه کوي او دغه راز به افغانستان ته په تخنیکی برخه کې د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره بورسیې ورکوي. دواړو لورو همدا راز په بېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی او ترکمنستاني لوري له افغانستان سره د مرستو ډاډ هم ورکړی دی.
































