په کندوز کې روان کال ۳۰ ټنه شات تولید شوي دي. د کندوز ولایت ځايي چارواکي وايي چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې د شاتو کاروبار او دغه راز د شاتو مچیو فارمونه ډېر شوي دي. سرچینه وایي چې روان کال په دغه ولایت کې ۳۰ ټنه شات تولید شوي دي او تمه کېږي چې په راتلونکي کال کې دا کچه تر دې هم لوړه شي.
د کندوز د کرنې ریاست مسوولین وایي چې دوی د شاتو کاروباریانو او فارمونو جوړونکو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کوي او له دوی سره مرسته کوي چې خپل کار ته پراختیار ورکړي.
په وروستیو کې د هېواد د شمالي ولایتونو تر څنګ په جنوبي ولایتونو کې هم د شاتو کاروبار پراخ شوی دی او لا ډېرو خلکو د شاتو مچیو د فارمونو جوړولو ته مخه کړې ده.
































