د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي په دغه هېواد کې د ترکمنستاني چارواکو سره په لیدنه کې هوکړه کړې ده چې د برېښنا، ټاپي پروژې او اوسپنې پټلۍ چارې به د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې په عملي ډول پیل شي. د ا.ا د چارواکو په خبره، په یاده لیدنه کې دغه راز پرېکړه شوې ده چې له افغانستانه دې مرکزي او جنوبي اسیا ته د ترانزیټي لارې په توګه ګټه واخیستل شي او مایع ګاز، معدني، خوراکي او نور سوداګریز توکي دې له همدې لارې ولېږدول شي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته ترکمنستان له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي او په دې وروستیو کې یې له نوي حکومت سره راشه درشه ډېره شوې ده. د چارو شنونکي ترکمنستان د افغانستان په ثبات کې مهم بولي او وایي چې د دواړو هېوادونو نږدې همکاري د سیمې پر اقتصادي ثبات هم پام وړ اغېز لرلی شي.
































