د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې په فاریاب ولایت کې یو ځایي قومندان مخدوم عالم د اختطاف په تور کابل ته راوړل شوی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې مخدوم عالم دوه ورځې وړاندې د کشفي او عدلي ارګانونو له خوا د یوې قضیې د سپیناوي لپاره بلل شوی و چې اوسمهال د اختطاف او ځینې نورو تورونو د سپیناوي په موخه کابل ته را لېږدول شوی دی. د یادونې ده چې مخدوم عالم څو ورځې وړاندې د ا.ا له لوري ونیول شو خو یو شمېر پخوانیو چارواکو دې مسئلې ته قومي رنګ ورکړ خو سمنګاني وایي چې په ا.ا کې قوميت او نور ډېر هغه موارد د پام وړ نه دي چې پخوا به ورباندې جنجالونه کېدل. سره له دې چې سمنګاني په دې اړه څه نه دي ویلي چې مخدوم د اختطاف د کومې پېښې په تړاو نیول شوی دی خو یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې مخدوم د عبدالروف ماشوم د اختطاف په تور نیول شوی دی.
































