ټولنیزې شبکې ټویټر د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنهای اړوند ټویټر پاڼه تړلې ده. د ټویټر شبکې ویاند فرانس پرس ته ویلي، چې له پالیسۍ څخه د سرغړونې له کبله یې د خامنهای ټویټرپاڼه له تلپاتي ځنډ سره مخ کړې ده. ټویټر دا اقدام وروسته تر هغه کوي چې ایت الله علي خامنهای څو ورځې وړاندې پر خپل ټویټر د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې په اړه یو کارتوني فلم خپور کړی و. د یادونې ده چې خامنه د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر قاسم سلیماني د وژل کېدو د کلیزې په مناسبت یو کارتوني فلم خپور کړ چې پکې ښکاري د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه د امریکا په فلوریډا ایالت کې د ډونالډ ټرمپ استوګنځی په نښه کوي او له منځه یې وړي.
































