د پاکستان پوځ ویلي، د بلوچستان په کیچ سیمه کې د پولیسو په موټر د ریموټ کنټرول بم چاودنه شوې چې پکې د پولیسو د یو مشر په ګډون شپږ تنه عسکر وژل شوي دي. د پاکستاني پولیسو ویاند ویلي، چې د عسکرو دغه ډلې د ایران پولې نه ۱۴ کیلو متره په بولېده سیمه کې ګزمه کوله چې چاودنه پرې شوې ده. پاکستاني پوځ ویلي تر اوسه معلومه نه ده چې برید چا کړی او نه یې هم مسولیت چا منلی دی. خو د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې په بلوچستان کې دغه ډول بریدونه بیلتون خوښي وسله وال کوي. دوی وايي ځینې وختونه بلوڅ ډلې ددغه ډول بریدونو مسولیت هم مني.
































