په افغانستان کې بشري ناورین له کنټروله وتونکی دی. د لوږې پر وړاندې د مبارزې د یوه نړیوال بنسټ مسوولینو له کابل له ان پي ار راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د نړیوالو لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.
سرچینه کاږي چې ورو ورو په افغانستان کې بشري ناورین له کنټروله وتونکی دی او تر راتلونکي پسرلي د هېڅ ډول پرمختګ خبر نشته دی. سرچینه کاږي چې د پسرلي په راتګ سره ښایي زرګونه افغانانو د خوړو او کار پیدا کولو په موخه له افغانستان ووځي او دا به په سیمه کې د کډوالۍ یو بل ناورین رامنځ ته کړي.
له لوږې سره د مبارزې دا بنسټ وایي دوی هره ورځ د افغانستان کلو او بانډو ته ځي او په دې باور دي چې د دغه هېواد ۹۰ سلنه وګړي له لوږي او بېوزلۍ سره مخ دي.
































