امریکا او اسراییلو په سیمه کې ګډ هوایي مانورونه ترسره کړي دي. د راپورونو له مخې د امریکا د هوایي ځواک الوتکو د اسراییلو په جنوبي صحراوو کې پراخ ګډ نظامي تمرینات ترسره کړي دي او د لا همغږۍ لپاره یې د تمریناتو پر دوام ټینګار کړی دی.
دواړو هېوادونو ویلي چې په سیمه کې د خطرونو د کمولو لپاره خپلو تمریناتو ته ادامه ورکوي. دا تمرینات داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې خورا خرابې شوې دي او په ځینو مواردو کې اسراییلو او امریکا پر ایران د نظامي برید خبرداری ورکړی دی.
ایران هم دغه ډول تمرینات غندي خو وایي د هر ډول احتمالي حرکت پر وړاندې ځواب ته تیار دي.
































