د کرونا وبا له امله د امریکا اقتصاد ته د زیان په پایله کې په امریکا کې د بې کارۍ کچه ۱۴.۷ سلنې ته رسېدلې ده چې د جاپان او بریتانيي په څېر له نورو هېوادونو زیاته ده. د کرونا وبا د اغېزو له امله په تېرو څو کلونو کې د کار په برخه کې امریکا شاتګ کړی. څو میاشتې وړاندې په امریکا کې د بې کارۍ کچه درې اشاریه پنځه سلنه وه چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د بې روزګارۍ تر ټولو ټیټه کچه وه. د راپورونو له مخې په تېره یوه میاشت کې ۲۰.۵ میلیونه امریکایان بې کاره شوي دي چې د دې هېواد په اقتصادي تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي.
































