یونسیف وايي د ژمي په اوږدو کې له ۶۵ زره کورنیو سره نقدي مرسته کوي. د یونسیف افغانستان برخې پر خپله فیسبوک پاڼه په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې په وروستیو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د دوی مرستندویه ډلې نورستان ولایت ته تللي دي او دلته یې د لرې پرتو سیمو له بېوزله کورنیو سره نقدي مرستې کړې دي.
سرچینه وایي دوی له مېندو او ماشومانو سره مرسته کوي، څو د ژمي په دې سخت وضعیت کې ځانونه خوندي وساتي. یونسیف اداره وایي چې د ژمي په اوږدو کې د افغانستان په درېیو ختيځو ولایتونو کې شاوخوا ۶۵ زره کورنیو سره نقدي مرسته کوي.
دوی له ټولو هغو مرستندویه بنسټونو او هېوادونو مننه کړې چې د ملګرو ملتونو له لارې له افغانانو سره مرسته کوي، خو ددې مرستو د لا ډېرېدو غوښتونکي دي.
































