د کجکي برېښنا بند د تولید ظرفیت لوړېږي. د مولوي عبدالسلام حنیفي په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون ناسته کې ټينګار شوی چې د کجکي بند د پراختیا او پياوړتیا چارې باید چټکې کړل شي چې د برېښنا د تولید ظرفیت یې لوړ شي.
دغه کمیسیون همدا راز خبر ورکړی چې ټاکل شوې د راتلونکي لمریز کال په حمل میاشت کې ددغه بند د برېښنا د تولید ظرفیت ۱۵۰ میګاواټه ته لوړ کړل شي خو د لا پراختیا لپاره به یې هڅې دوام کوي.
د اقتصادي کمیسیون په جلسه کې همدا راز په بندرونو کې د نفتي موادو د دقیقې ارزونې او په کور د ننه د تولیداتو د کیفیت پر څارنه هم ټینګار شوی دی. همدا راز په دې ناسته کې د هېواد عمومي اقتصادي وضعیت ارزول شوی او د ښه کېدو لپاره یې پر لارو چارو خبرې شوې دي.
































